ایکنا - د لبنا ن دحزب الله مبارزان بریالی شوي له مځکې په هوا کې په ویشتونکی توغندي سره د صهیونیسټ رژيم یوه بله هرمس ۹۰۰ ډوله پرمختللی ډرون الوتکه هم نسکوره کړي.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړی، ، د لبنا ن د حزب الله. غورځنګ دمبارزانو په وروستۍ اعلامیې کې وئيل شو ي دي مقاومتي مبارزانو دغه ډرون د مرجعیون سیمې په فضا کې له مځکې په هوا کې په ویشتونکي توغنديپه نښه او نسکوره او په اور کې لووو لپه وسوځوله.
له دې مخکې هم د حزب الله مبارزانو د صهیونیسټي رژیم هرمس ډوله پرمختللي څو ډرونز نسکور کړي دي.
له دې سره په یووخت د لبنان د حزب الله مبارز ولسی غورځنګ په یوې اعلامیې کې د نیواکي ټاټوبو د شمالي برخې د ۲۵ ښارګوټو اوسیدونکو خبرداری ورکړی چې له دغو ښارګوټو دې فوري ووځي او کرارو سیمو ته دې لاړشي.